Language

د بدخشان – تخار لویې لارې د بیارغولو چارې پیل شوې

کابل (پژواک، د قوس ۳، ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وايي چې د ۷۹ میلیون افغانیو په لګښت د بدخشان – تخار لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دې لارې د بیارغونې چارې د بدخشان د مرستیال والي مولوي محمدامین طیب، د دغه ولایت د ټولګټو د رییس مولوي عبدالغفور عتید او یو شمېر سیمه‌ییزو مسوولینو او قومي مخورو په شتون کې پیل شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د بیارغونې په دې پروژه کې د سړک د ترمیم ترڅنګ د ۶۰ مترو په اوږدوالي د یوه پل جوړول، پلچکونه او استنادي دېوالونه هم شامل دي چې قرارداد یې د څه باندې ۷۹ میلیون افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او د سړک جوړونې د یوه شرکت ترمنځ شوی دی.

حق‌شناس زیاته کړې چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د خلکو د تګ‌ راتګ ستونزې حل او د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد لپاره به لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

سهراب سروري

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.