Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غور د عامې روغتیا ریاست د خپل‌سرې درملنې د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی پیل کړی

فیروزکوه (پژواک، ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴): غور کې د غوږونو درد خپل‌سرې درملنې په اړه د پژواک خبري اژانس د راپور له خپرېدو وروسته د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي چې د خپل‌سرې درملنې د مخنیوي او روغتیايي مرکزونو ته د مراجعې لپاره د خلکو هڅولو په موخه یې د عامه پوهاوي پراخ پروګرامونه پیل کړي دي.

پژواک د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په ۲۵مه نېټه «د غوږونو درد خپل‌سرې درملنه خطرناکه ده» تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړ. د غور ځینو اوسېدونکو ویلي وو چې د غوږونو درد په ګډون ځینې ساده ناروغۍ په کورني او دودیزه توګه درملوي او کله ناکله خپله له درملتونونو څخه درمل اخلي.

د غور د عامې روغتیا رییس مولوي عبدالواحد حماس پژواک ته وویل: «له بده‌مرغه ډېری خلک د پوهاوي نه درلودو له امله خپل‌سرې درملنه کوي چې لوی لامل یې د خلکو د عامه پوهاوي کچې ټیټوالی دی.»

د هغه په خبره، دغه ریاست تل هڅه کړې چې د ناروغیو په اړه د خلکو د معلوماتو کچه لوړه کړي خو د غوږونو درد د خپل‌سرې درملنې په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته دغه ولایت کې د روغتیايي ټیمونو د عامه پوهاوي فعالیتونه ډېر شوي دي.

نوموړي وویل، سږکال روغتیایي ټیمونو د دغه ولایت په ټولو روغتیایي مرکزونو کې خلکو ته د ناروغیو د خپل‌سرې درملنې، په ځانګړي ډول د ماشومانو د غوږونو درد او له هغه سره د تړلو خطرونو په اړه پوهاوی ورکړی.

هغه زیاته کړه: «زموږ روغتیایي کارکوونکي هغو خلکو ته چې دوی ته مراجعه کوي، د خپل‌سرې درملنې د خطرونو په ځانګړي ډول د غوږونو درد درملنې په اړه معلومات ورکوي. په ټولو روغتیایي مرکزونو کې مو تلویزیونونه لګولي څو خلکو ته د غوږونو درد خپل‌سرې درملنې په شمول روغتیايي پیغامونه وړاندې شي. دغه پیغامونه د متن او ویډیو په بڼه ښودل کېږي چې ډېر ګټور تمام شوي دي.»

هغه د خلکو د پوهې کچې په لوړولو کې د عامه پوهاوي رول ډېر اغېزمن وباله او ویې ویل: «د علمي او سمو درملنو لپاره روغتیايي مرکزونو ته د کورنیو مراجعه ډېره شوې ده. اوس ډېرې کورنۍ په دې باور دي چې تشخیص او درملنه باید د متخصص ډاکټر له لورې وشي.»

نوموړي له رسنیو او روغتیایي ټیمونو څخه غوښتنه وکړه چې د خلکو او کورنیو د لا زیات پوهاوي لپاره فعالیتونه ډېر کړي څو د خپل‌سرې درملنې کچه او پر دودیزو درملنو باور کم شي.

ورته مهال، په غور کې د غوږ، پزې او ستوني متخصص فضل‌الحق فرجاد پژواک ته وویل، د غوږونو د ناروغۍ په ګډون د هرې ناروغۍ خپل‌سرې درملنه ستونزې رامنځته کوي.

نوموړي زیاته کړه، داسې ناروغان یې درلودل چې د خپل‌سرې درملنې له امله یې حالت خراب شوی و.

ډاکټر فرجاد وویل، د پژواک په څېر راپورونه او پروګرامونه د رسنیو او روغتیایي بنسټونو په همکارۍ  کولی شي چې د اغیزناکې خبررسونې او پوهاوي له لارې د دې ډول روغتیایي ستونزو د رامنځته کېدو او تکرار مخه ونیسي او کورنۍ وهڅوي چې د خپل‌سرې درملنې پر ځای د تشخیص او درملنې لپاره روغتیایي مرکزونو او متخصصینو ته مراجعه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.