کابل (پژواک، ۲۱ لېندی ۱۴۰۴): د ټولګټو چارو وزارت مسوولین وايي، د ارملک – لامان ۵۲ کیلومتره سړک چې د افغانستان د حلقوي سړک یوه مهمه او ستراتیژیکه برخه ده، پاتې چارې یې د ۳.۸ میلیون ډالرو په لګښت بشپړې شوې دي.
محمداشرف حقشناس د ټولګټو چارو وزارت ویاند نن پر خپل ایکسپاڼه لیکلي، د ارملک – لامان سړک چې د افغانستان د حلقوي سړک یوه مهمه برخه ده، د ۵۲ کیلومتره په اوږدوالي د هرات له کرخ ولسوالۍ پیل بیا د بادغېس ولایت تر لامان سیمې پورې غځېدلی دی.
هغه زیاته کړې، د ارملک – لامان سړک پروژه په پیل کې د ۶۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت له یوه ساختماني شرکت سره قرارداد شوې وه چې د دوو برخو کار یې د ۴۱ کیلومترو په اوږدوالي د ۶۰.۸ میلیونه ډالرو په لګښت بشپړ شوی و.
نوموړي لیکلي، اوس د دغه سړک د پاتې ۱۱ کیلومتره برخې چارې چې د جوړېدو قرارداد یې د اسلامي امارت تر بیاواکمنېدو وروسته د ۳.۸ میلیون ډالرو په ارزښت له یوه شرکت سره شوی و، بشپړې شوې دي.
حقشناس ویلي، چې په دغه پروژه کې د شولډرونه، سړک غاړې ویالې، ګاردریلونه، معبرونه، استنادي دیوالونه، ۶۵ پلګوټي او درې لوی پلونه هم شامل دي.
د هغه په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره د افغانستان د حلقوي سړک یوه مهمه او حیاتي برخه بشپړه شوه.
هغه دغهراز ویلي چې دغه سړک د تګ راتګ د اسانتیا، د لېږد رالیږد د لګښتونو او د سفر وخت د کمولو، د ځایي سوداګرۍ د پیاوړتیا، د خدماتو د وړاندې کولو د ښه والي او د هرات، بادغېس او فاریاب د اوسېدونکو لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP