Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ارملک – لامان حلقوي سړک پاتې برخه د ۳.۸ میلیون ډالرو په لګښت بشپړه شوه

کابل (پژواک، ۲۱ لېندی ۱۴۰۴): د ټولګټو چارو وزارت مسوولین وايي، د ارملک – لامان ۵۲ کیلومتره سړک چې د افغانستان د حلقوي سړک یوه مهمه او ستراتیژیکه برخه ده، پاتې چارې یې د ۳.۸ میلیون ډالرو په لګښت بشپړې شوې دي.

محمداشرف حق‌شناس د ټولګټو چارو وزارت ویاند نن‌ پر خپل ایکس‌پاڼه لیکلي، د ارملک – لامان سړک چې د افغانستان د حلقوي سړک یوه مهمه برخه ده، د ۵۲ کیلومتره په اوږدوالي د هرات له کرخ ولسوالۍ پیل بیا د بادغېس ولایت تر لامان سیمې پورې غځېدلی دی.

هغه زیاته کړې، د ارملک – لامان سړک پروژه په پیل کې د ۶۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت له یوه ساختماني شرکت سره قرارداد شوې وه چې د دوو برخو کار یې د ۴۱ کیلومترو په اوږدوالي د ۶۰.۸ میلیونه ډالرو په لګښت بشپړ شوی و.

نوموړي لیکلي، اوس د دغه سړک د پاتې ۱۱ کیلومتره برخې چارې چې د جوړېدو قرارداد یې د اسلامي امارت تر بیاواکمنېدو وروسته د ۳.۸ میلیون ډالرو په ارزښت له یوه شرکت سره شوی و، بشپړې شوې دي.

حق‌شناس ویلي، چې په دغه پروژه کې د شولډرونه، سړک غاړې ویالې، ګاردریلونه، معبرونه، استنادي دیوالونه، ۶۵ پلګوټي او درې لوی پلونه هم شامل دي.

د هغه په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره د افغانستان د حلقوي سړک یوه مهمه او حیاتي برخه بشپړه شوه.

هغه دغه‌راز ویلي چې دغه سړک د تګ راتګ د اسانتیا، د لېږد رالیږد د لګښتونو او د سفر وخت د کمولو، د ځایي سوداګرۍ د پیاوړتیا، د خدماتو د وړاندې کولو د ښه ‌والي او د هرات، بادغېس او فاریاب د اوسېدونکو لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې مهم رول لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.