Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې دوو وروڼو د پیسو پر سر له شخړې وروسته خپل مشر ورور وژلی

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې دوو کسانو د پیسو د وېش پر سر له لفظي شخړې وروسته خپل مشر ورور په ډزو وژلی دی.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن د چپرهار ولسوالۍ اړوند د هدیاخېلو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «دوو کسانو د پیسو د وېش له امله له خپل مشر ورور سره تر لفظي شخړې وروسته پر هغه د کلاشینکوف ډزې کړي، چې په پایله کې یې نوموړی خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

امنیه قومانداني لیکلي چې د پېښې عاملین نیول شوي او ډېر ژر به تر قانوني څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.