Language

اروپايي ټولنې د افغانستان، پاکستان او ايران لپاره بشري برخه کې ۱۲۶ ميليون يورو ځانګړي کړي

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۴): اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو بودجې په چوکاټ کې يې د افغانستان، پاکستان او ايران لپاره د بشري اړتياوو برخې ته ۱۲۶ ميليون يورو ځانګړي کړي دي.

د اروپايي ټولنې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرستې به د بېړنيو خوراکي توکو برابرولو، روغتيايي خدمتونو، له زيانمنو قشرونو د ملاتړ او په دغو هېوادونو کې د بشري کړکېچونو پايلو ته د رسېدنې په موخه ولګول شي.

اروپايي ټولنې ټينګار کړی، سربېره پر دې چې په نړيواله کچه مرستې کمې شوې دي، خو بيا هم د اړمنو خلکو د ملاتړ برخه کې پر خپلو ژمنو درېږي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې تر دې وړاندې د ښځو د اقتصادي پياوړتيا پروګرام د دويم پړاو د پيل خبر ورکړی و، چې د ۱۰ ميليونه يورو په پانګونې سره عملي کېږي.

ياد پروګرام د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام په همکارۍ پلي کېږي او د ښځو د معيشت د ملاتړ برخه کې د اروپايي ټولنې د ژمنو يوه برخه بلل کېږي.