Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ امریکا ته پر هندي وارداتي توکو تعرفې کمې کړې دي

کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۴): د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د یوه سوداګریز تړون په چوکاټ کې یې امریکا ته پر هندي وارداتي توکو تعرفې له ۵۰ سلنې څخه ۱۸ سلنې ته راکمې کړې دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دغه پرېکړه د سوداګرۍ خنډونو کمولو، له روسیې د تېلو نه پېرلو او له امریکا یا ښايي له ونزويلا د تېلو پېرلو د ژمنې په بدل کې شوې ده.

ټرمپ د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره له ټیلېفوني خبرو وروسته، په ټولنیزو شبکو کې لیکلي: «له لومړي وزیر مودي سره د دوستۍ او درناوي له مخې او د هغه په غوښتنه، موږ سملاسي د امریکا او هند ترمنځ پر یوه سوداګریز تړون هوکړه وکړه چې له مخې یې د امریکا متقابله تعرفه له ۲۵ سلنې څخه ۱۸ سلنې ته راکمېږي.»

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي رویټرز ته ویلي چې امریکا دغه‌راز هغه ۲۵ سلنه جریمه‌یي تعرفه لغوه کړې چې له روسیې د تېلو د پېر له امله د هند پر ټولو وارداتي توکو لګول شوې وه.

د سرچینې په خبره، دغه تعرفه د ۲۵ سلنې متقابلې تعرفې ترڅنګ تطبیق کېده.

ټرمپ زیاته کړې، هند ژمنه کړې چې دغه هېواد به د څه باندې ۵۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت امریکايي توکي چې د انرژۍ، ټکنالوجۍ، کرنیز او نور توکي به په‌کې شامل وي، پېري.

د یادونې ده، ډونالد ټرمپ د تېر کال په اګسټ میاشت کې د هند پر وارداتي توکو تعرفې ۵۰ سلنې ته لوړې کړې وې، څو نوی ډیلی اړ کړي چې له روسیې تېل ونه پېري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.