Language

د عمان د بهرنیو چارو وزیر: د ایران او امریکا دویم پړاو مذاکرات په ښه پرمختګ سره پای ته ورسېدل

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۴): د عمان د بهرنیو چارو وزیر چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو منځګړیتوب کوي، وایي چې د دواړو هېوادونو دویم پړاو مذاکرات «د ګډو هدفونو او اړوندو تخنیکي مسایلو په پېژندلو کې په ښه پرمختګ سره» پای ته ورسېدلي.

د ایران او متحده ایالتونو ترمنځ دویم پړاو مذاکرات د عمان په منځګړیتوب تېره شپه د سویس په جنیوا ښار کې ترسره شول.

د‌ ایران د بهرنيو چارو وزير سیدعباس عراقچي د مذاکراتو له پای ته رسېدو وروسته ویلي چې تهران او واشنګټن په دویم پړاو مذاکراتو کې د «اصولي لارښوونو پر بنسټ» ګډ تفاهم ته رسېدلي، خو ټینګار یې کړی چې د وروستۍ پایلې ترلاسه کول لا هم د نورو هڅو غوښتنه کوي.

هغه څرګنده کړې چې دا پرمختګ سمدستي توافق ته نه رسېږي، خو ښيي چې د خبرو اترو بهیر اوس عملي او تطبیقي پړاو ته داخل شوی دی.

په همدې حال کې، د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي پر اېکس‌پاڼه خپاره کړي پیغام کې ویلي: «د ايران جمهوری اسلامي او د متحده ایالتونو ترمنځ نن غیرمستقیم مذاکرات په جنیوا کې د ګډو اهدافو او اړوندو تخنیکي مسایلو په پېژندلو کې په ښه پرمختګ سره پای ته ورسېدل.»

هغه د غونډو روحیه رغنده بللې او ویلي يې دي: «موږ ګډې هڅې وکړې څو د وروستي توافق لپاره یو شمېر اصلي لارښوونې تعریف کړو.»

بدر البوسعیدي په دې پړاو د مذاکراتو کې د رول له امله د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مشر رافایل گروسي ستاینه کړې ده.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې لا هم ډېر کار پاتې دی، خو دواړو خواوو له راتلونکي غونډې مخکې واضح ګامونه اخیستي دي.

د یادونې ده، د ایران او امریکا لومړی پړاو مذاکرات ۱۱ ورځې مخکې د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.