Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: له ایران سره جګړه به ژر پای ته ورسېږي

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ویلي چې له ایران سره جګړه به «ډېر ژر» پای ته ورسېږي؛ خو د ایران د سپاه پاسداران د خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه قوماندان وايي، امریکا او اسرائیل په داسې حالت کې نه دي چې هر وخت وغواړي جګړه پای ته ورسوي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره جګړه «لنډمهاله ګرځېدنه» بللې او ویلي یې دي چې دا جګړه به «ډېر ژر» پای ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړې چې جګړه «په بشپړه توګه او له ټاکلي وخت مخکې» روانه ده.

هغه وویل: «فکر کوم جګړه نږدې په بشپړه توګه پای ته رسېدلې ده. هغوی (ایران) سمندري ځواک نه لري، مخابرات نه لري او هوايي ځواک هم نه لري.»

هغه زیاته کړې: «موږ له ډېرو اړخونو بریالي شوي یو؛ خو لا تر اوسه هغومره نه یو بریالي شوي څومره چې اړتیا ده.»

د راپور له مخې، ټرمپ د خپلو خبرو په بله برخه کې خبرداری ورکړی چې که ایران په هرمز تنګي کې د نفتو بهیر بند کړي، نو پر دغه هېواد به «ډېر سخت ګوزارونه» وکړي.

په همدې حال کې، تسنیم خبري اژانس ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران د خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه قوماندان علي عبداللهي علي‌ابادي د ټرمپ د څرګندونو غبرګون کې ویلي چې امریکا او اسرائیل په داسې حالت کې نه دي چې هر وخت وغواړي جګړه پای ته ورسوي.

نوموړي زیاته کړې: «د دې جګړې لپاره پای نشته.»

هغه ټینګار کړی چې امریکا او اسرائیل باید «د خپلو کړنو له امله پښېماني وښيي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.