Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرکټ؛ د افغانستان او سریلانکا ترمنځ لوبلړۍ وځنډېده

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۴): د افغانستان او سریلانکا  ترمنځ د کرکټ راتلونکې لوبلړۍ چې ټاکل شوې وه په روانه مارچ میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې  ترسره شي، ځنډېدلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ کې سرچینې پژواک ته تایید کړه چې له سریلانکا سره لوبلړۍ ځنډېدلې او په یوه بل مناسب وخت کې به ترسره شي.

له دې مخکې کرېک انفو په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ راتلونکې لوبلړۍ چې ټاکل شوې وه په روانه مارچ میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې وې، ښايي په منځني ختیځ کې د روانو کړکېچونو له امله د نامعلوم وخت لپاره وځنډول شي.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د روانې مارچ میاشتې له ۱۳مې تر ۲۵مې پورې درې شل‌اوریزې او درې یو ورځنۍ نړۍوالې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربه‌توب ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.