کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۵): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې په تېر کال کې ۱۸۵ ترانسپورټي شرکتونه رامنځته شوي او اوسمهال په ټول هېواد کې ۹۰۰ ترانسپورټي شرکتونه فعالیت لري.
یاد وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د ترانسپورټي خدمتونو د تنظیم او عرضې ریاست له لوري په تېر ۱۴۰۴ کال کې ۱۱۵ باروړونکي او ۷۰ مسافروړونکي ترانسپورټي شرکتونه ثبت او د فعالیت اجازهلیکونه ورکړل شوي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، اوسمهال په ټول هېواد کې ټول ۹۰۰ ترانسپورټي شرکتونه فعالیت لري چې د مسافرو او سوداګریزو توکو لېږد رالېږد برخه کې خدمات وړاندې کوي.
د یادونې ده، د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت نن په یوه بل خبر کې ویلي وو چې په تېر۱۴۰۴ لمریز کال کې۲۰ زره او ۲۲۲ ترانسپورټي موټرو کې د جيپياېس الې نصب شوې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په ټول هېواد کې په ټولیز ډول په شاوخوا ۴۰ زره مسافروړونکو او باروړونکو موټرو کې د جيپياېس الې نصب شوې دي او دا لړۍ په منظم ډول دوام لري.