کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۵): د خوست امنیه قومانداني وایي، څلور هغه «وسلوال غله» یې نیولي چې د امنیتي کسانو په نوم به د خلکو کورونو ته ننوتل او غلاووې به یې کولې.
د خوست د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان له جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو نیولي دي.
خبرپاڼه کې راغلي: «یاد کسان د خوست ولایت مرکز مټه چینه سیمه کې یو ځایي کورته ورغلي وو او د کور له غړو سره یې د وسلوال او فزیکي برخورد ترڅنګ، له هغوی څخه سره زر، دوه میله سلاح او یوه اندازه پیسې غلا کړې وې.»
خبرپاڼه کې راغلي، نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی.
سرچینه زیاتوي، په یاده پېښه کې درې کسان هم ښکیل دي او د نیولو هڅې یې روانې دي.