کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۵): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د چین ولسي جمهوریت په نوښت د افغانستان اسلامي امارت د منځنۍ کچې پلاوی چین ته رسېدلی، څو له پاکستاني لوري سره د خپل اصولي موقف له مخې رسمي خبرې اترې ترسره کړي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې دغه خبرې په ارومچي ښار کې د چین حکومت په منځګړیتوب پیل شي.»
یاد وزارت لیکلي: «دغه بهیر د چین په غوښتنه او له دغه هېواد سره د متقابل درناوي او رغنده تعامل پر بنسټ مخته وړل کېږي.
په خبرپانه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت په دې ناستو کې د متوازن او اصولي دریځ له مخې ګډون کوي او په پام کې لري چې له مقابل لوري سره د ښه ګاونډیتوب، سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د امنیتي موضوعاتو د مؤثر مدیریت په اړه هراړخیزې او مسوولانه خبرې اترې وکړي.»
د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، اسلامي امارت باور لري چې د متقابل درناوي، نه مداخلې او رغنده تفاهم پر بنسټ ډیپلوماټیک تعامل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ شته موضوعاتو ته عملي او دوامدار حللارې ومومي او د سیمې د ثبات او همکارۍ لپاره زمینه برابره کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې پلاوی یې له افغان لوري سره د خبرو لپاره چین ته تللی دی.