Language

پوتین او اردوغان د منځني ختیځ جګړې د پایلو په اړه خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۵): د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه ټیلېفوني اړیکه کې د منځني ختیځ د روانو جګړو د منفي پایلو، په ځانګړې توګه د انرژۍ پر سکټور د هغو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي.

د کرملین د اعلان له مخې، دواړو مشرانو د فارس خلیج سیمه کې د پوځي او سیاسي کړکېچ زیاتېدو په اړه بحث وکړ او ټینګار یې وکړ چې د دغو نښتو دوام به نه یوازې په سیمه‌ییزه کچه، بلکې په نړۍواله کچه هم جدي پایلې ولري.

د هغوی په خبره، په دغو پایلو کې د انرژۍ، سوداګرۍ او لوژستیک پر برخو منفي اغېزې هم شاملې دي.

په راپور کې راغلي چې پوتین او اردوغان د اوربند د ژر ټینګښت پر اړتیا هم هوکړه کړې او د داسې سوله‌ییزو حل‌لارو پر موندلو یې ټینګار کړی چې د سیمې د ټولو هېوادونو مشروع ګټې پکې ساتلې وي.