شبرغان (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۵): د جوزجان امنیه قومانداني وایي چې د جوزجان – بلخ پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د یادې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي ویلي چې دغه پېښه د سېشنبې شپه شاوخوا لس بجې په چغچي سیمه کې د جوزجان – بلخ پر لوریه لار د یوه «پاسو» او ټېلري موټرو د ټکر له امله شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، په دې پېښه کې د پاسو موټر چلوونکی مړ شوی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
د یادونې ده، د پېښې ټپیان د درملنې لپاره د جوزجان ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون ته لېږدول شوي، خو د راپورونو له مخې، د هغوی روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.