Language

اوزبېکستان او تاتارستان د ترمذ له مسيره له افغانستان سره پر پوله د توکو د ترانزیټ فرصتونه وڅېړل

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۵): اوزبېکستان او تاتارستان په یوه ګډ کنفرانس کې د ترمذ ښار له لارې له افغانستان سره پر پوله د توکو د لېږد او ترانزیټ نوي فرصتونه ارزولي او له سوېلي اسيا سره نښلېدو کې يې د دغه مسیر پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د روسي ورځپاڼې «ریالنوِه ورِمیا» د راپور له مخې: «د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا په چوکاټ کې، اوزبېکستان او د تاتارستان جمهوریت په یوه ګډ کنفرانس کې چې «سرخان‌دریا — تاتارستان» نومېده، د ډیوټي‌فري (له ګمرکي محصول پرته) تبادلو له لارې د سوداګرۍ د بیا راژوندۍ کولو امکان وڅېړه.»

د سرچینې په حواله، په دې ناسته کې د اوزبېکستان چارواکو د «ترمذ» په نوم د یوه سرحدي سوداګریز زون د جوړېدو خبر ورکړ، چې د ۲۰۲۴ کال د اګسټ په میاشت کې پرانيستل شوی دی. د دغه زون موخه د توکو لېږد اسانه کول او د سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کول دي.

د ترمذ د نړیوال سوداګریز مرکز مسوولینو په دې کنفرانس کې شرکتونو او سوداګرو ته بلنه ورکړې چې په دې سیمه کې د مونتاژ تولیدي لیکې جوړې کړي او د سبزیو، بوټو او مېوو د بې‌ګمرکه وارداتو له اسانتیاوو ګټه واخلي. اوس مهال «Leto Group» شرکت له دغه پروګرام څخه ګټه اخلي او رومي بانجان تاتارستان ته صادروي.

خو راپورونه ښيي چې دا نوښت د ځینو صنعتي بنسټونو، لکه «خیمګراد» له پراخ هرکلي سره نه دی مخ شوی.

د دې ناستې په بله برخه کې، د اوزبېکستان او افغانستان پر پوله د ترمذ ښار له لارې د توکو د لېږد فرصتونه هم د شمال–جنوب نړیوال ترانزیټي دهلېز په چوکاټ کې وڅېړل شول.

اکرم‌جان نعمتوف، چې د اوزبېکستان د ولسمشر تر څار لاندې د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو مطالعاتو د انسټیټیوټ لومړی مرستیال دی، په دغه کنفرانس کې وویل: «د ترمذ لار د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د نښلوونکي پله په توګه مهم رول لري او د هند سمندر بندرونو ته تر ټولو لنډه لاره برابروي.»

د یادونې ده، تېر کال هم د تاتارستان ولسمشر، رستم مینیخانوف، د دغه جمهوریت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له یوه پلاوي سره له دې سیمې لیدنه کړې وه.