Language

د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د ۵۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۵): په کابل کې د افغانستان او اوزبېکستان د خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګریز نښلون کنفرانس کې، د دواړو هېوادونو سوداګرو ترمنځ ۳۸ سوداګریز هوکړه‌لیکونه چې ارزښت یې له ۵۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو ډېر دی، لاسلیک شول.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کنفرانس د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د نظرونو د تبادلې او د پانګونې جلبولو په موخه د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې جوړ شوی و.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه هوکړه‌لیکونه د چرګانو روزنې، نفتي توکو، تولید، سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ لاسلیک شوي دي.

د دې خونې رئیس سیدکریم هاشمي ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ اقتصادي همکارۍ د پام وړ پراخې شوې دي او ګډ نندارتونونه، سوداګریز کنفرانسونه، د پلاوو تبادله او د تفاهم‌لیکونو لاسلیکول د دغه بهیر مهمې لاسته‌راوړنې دي.

د هغه په خبره، د دغو تعاملاتو په پایله کې، د کرنې، خوراکي توکو، کانونو، ترانزیټ، لوژستیک، ساختماني، نفتي موادو او انرژۍ برخو کې ګڼ شمېر تفاهم‌لیکونه لاسلیک شوي چې ټولیز ارزښت یې له ۱.۴ میلیارد ډالرو ډېر دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم د خصوصي سکټور له همکاریو ستاینه کړې او افغانستان یې د اوزبوکستان د تولیدي توکو لپاره مناسب بازار بللی دی.

نوموړي د دواړو هېوادونو د سوداګرو د ګډې پانګونې، په ځانګړې توګه د چرګانو روزنې برخه کې، د چمتووالي خبر هم ورکړی دی.

سرچینې لیکلي چې هغه دغه پانګونې د کارموندنې فرصتونو په رامنځته کېدو او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهمې وبللې او د سوداګرو لپاره د ویزې او ترانزیټ په بهیر کې یې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

په همدې حال کې، د اوزبېکستان د اندیجان ولایت والي شهرت عبدالرحمانوف افغانستان ته د خپل هېواد د سوداګریز پلاوي د سفر موخه د سوداګریزو اړیکو پراخول، په ځانګړې توګه له اندیجان ولایت سره بللې او ویلي یې دي چې د دغه ولایت سوداګر له افغان سوداګرو سره د سمنټو، برېښنا کېبل، درملو او بوټانو برخو کې د ګډې پانګونې لپاره چمتو دي.

د یادونې ده، دغه تفاهم‌لیکونه د چرګانو روزنې، نفتي توکو، تولید، سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ لاسلیک شوي دي.