Language

د اوزبېکستان د اندیجان والي د یوه سوداګریز پلاوي په مشرۍ هرات ته سفر کړی

هرات (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۵): د هرات سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د اوزبېکستان د اندیجان ولایت والي شهرت رحمانوف د یوه لوړپوړي سوداګریز پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته ورغلی دی.

د هرات د والي ویاند مفتي محمدیوسف سعیدي ویلي چې شهرت رحمانوف د یوه سوداګریز پلاوي په مشرۍ چې د دغه هېواد د کابل سفیر، د اوزبېکستان د سوداګرۍ خونې رییس او ۶۰ سوداګر پکې شامل دي، هرات ته په سفر کې د دغه ولایت له والي شیخ مولانا اسلام‌جار سره لیدنه او خبرې کړې دي.

د هغه په خبره، دواړو لورو د هرات او اوزبېکستان ترمنځ د لویو لارو او اوسپنې پټلۍ د پراختیا له لارې د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخېدو، په هرات کې د اوزبېکستان د تولیداتو د دایمي نندارتون جوړېدو او همداراز د دغه هېواد د سوداګرۍ خونې د دفتر جوړېدو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

شیخ مولانا اسلام‌جار په دې لیدنه کې هرات د هېواد له مهمو اقتصادي او ترانزیټي مرکزونو یاد کړی او د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول له اوزبیکستان سره یې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

نوموړي دغه‌راز له اوزبېکستانه د خوراکي توکو، غوړیو، سمنټو او ساختماني موادو د وارداتو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

د هرات والي په پای کې له اوزبېکستاني سوداګرو غوښتي چې په هرات کې د ګډو پانګونو فرصتونه وپلټي او د پانګونې چارې پیل کړي، او د محلي ادارې له هر اړخیزې همکارۍ او د سوداګرو لپاره د لازمې اسانتیا برابرولو ډاډ یې ورکړی دی.

له بلې خوا، شهرت رحمانوف هرات منځنۍ اسیا ته د سوداګرۍ مهمه دروازه بللې او د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې برخو کې یې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي چې اوزبېکستاني سوداګر په هرات کې پانګونې ته چمتو دي او د سوداګریزو تبادلو له لارې د اړیکو پراخېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د زیاتېدو غوښتنه یې کړې ده.

په پای کې دواړو لورو هوکړه کړې چې د هرات سوداګرو یو پلاوی به په نږدې راتلونکي کې د اوزبېکستان اندیجان ولایت ته سفر وکړي او د ګډ نندارتون په جوړولو سره به خپل تولیدات هلته نندارې ته وړاندې کړي، څو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د زیاتېدو زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په دغه ولایت کې د افغان-اوزبېک ګډ سوداګریز دفتر رسماً پرانیستل شي.