Language

بغلان کې د دوو کورنیو ترمنځ د جنجال له امله اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

پلخمري (پژواک، ۲۵ حمل ۱۴۰۵): د بغلان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د څو کسانو له خوا ډزو کې درې تنه وژل شوي، څلور ټپیان دي او د برید په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه کې راغلي چې تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې او ۴۰ دقیقې د دغه ولایت د خنجان ولسوالۍ د چوکک سیمې په یوه جومات کې د یوې کورنۍ پر غړو د وسله‌وال برید له امله درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي چې د دې پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ټپیان د لومړنیو مرستو له ترلاسه کولو وروسته د خنجان ولسوالۍ له روغتون څخه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي: «د لومړنیو معلوماتو له مخې، دا پېښه د کورني جنجال له امله رامنځته شوې ده؛ داسې چې د وژل شوو کسانو اړوند یوه کورنۍ چې اوس په توقیف کې ده، څو ورځې وړاندې یوه واده شوې ښځه تښتولې وه، د دې ښځې وروڼه او پلار د ماښام د لمانځه پر مهال جومات ته دننه شوي او د هغه کس پر خپلوانو چې اوس بندي دی،  برید کړی دی.»

سرچینې زیاته کړې چې یو شکمن کس له برید وروسته له سیمې تښتېدلی او د نیولو لپاره یې هڅې روانې دی.