هرات (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۵): چارواکي وايي، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه په هرات کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه پرانېستل شوه.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، محمد یونس قاضيزاده، په هغو مراسمو کې چې پرون مازدیګر په همدې مناسبت په هرات ښار کې جوړ شوي وو، وویل چې د دې ګډې خونې رامنځته کېدل کولای شي د اقتصادي ودې، د صنعتي همکاریو د پراختیا او د هرات ولایت او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.
هغه زیاته کړه، د دې خونې له فعالیت پيلېدو سره به د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا، د پانګونې د نوو فرصتونو د رامنځته کېدو او د دواړو هېوادونو، په ځانګړي ډول د هرات د سوداګرو او صنعتکارانو ترمنځ د اړیکو د اسانتیا زمینه هم برابره شي.