کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۵): د ملي دفاع وزارت وایي چې د هلمند په بهرامچه ولسوالي کې د مسو د څه باندې ۴۳۰۰ خښتو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د ۲۱۵ عزم قولاردو خبرپاڼه کې راغلي چې د مسو ۴۳۸۲ خښتې د بهرامچې ولسوالۍ په رباط سیمه کې کشف او ترلاسه شوې او قاچاق کوونکو غوښتل په غیرقانوني ډول یې له هېواده بهر انتقال کړي.
سرچینه زیاتوي چې امنیتي ځواکونو دغهراز يوه اندازه طبي وسایل هم چي په غیرقانوني توګه هېواد ته راوړل کېدل، ترلاسه کړي او وروسته سوځول شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به هیچا ته اجازه ورنه کړي څو په ناقانونه ډول واردات او صادرات ترسره کړي او د دغه ډول غیرقانوني فعالیتونو پر وړاندې به جدي او دوامداره اقدامات ترسره کوي.