Language

په مالیزیا د صباح ایالت کې اورلګېدنه؛ شاوخوا زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

د مالیزیا د صباح ایالت په یوه پراخه اورلګېدنه کې شاوخوا زر کورونه ویجاړ شوي او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، دا اورلګېدنه نن د بورنیو ټاپو د صباح ایالت د سنداکان سیمې په یوه ساحلي کلي کې رامنځته شوې ده.

د اوروژنې مسؤلینو ویلي، دا پېښه د شپې شاوخوا ۱:۳۲ بجې پیل شوې او د سختو بادونو او د کورونو د نږدېوالي له امله په چټکۍ سره خپره شوې ده.

همدارنګه ویل شوي، د سمندر د اوبو ټیټې کچې د اور د مهار بهیر له ستونزو سره مخ کړی او د اوبو سرچینو ته لاسرسی یې ستونزمن کړی دی.

راپور زیاتوي، دا اورلګېدنه په یوه «اوبیز کلي» کې شوې چې کورونه یې پر لرګینو ستنو جوړ شوي او ډېری اوسېدونکي یې د بې‌وزلو قشرونو، په ځانګړي ډول بې‌تابعیته کسانو او بومي ډلو پورې تړاو لري.

د پولیسو په وینا، له ۹ زرو ډېر کسان له دې پېښې اغېزمن شوي، خو تر اوسه د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د مالیزیا لومړي وزیر ویلي، مرکزي حکومت له سیمه‌ییزو چارواکو سره د بېړنیو مرستو او د زیانمنو کسانو د لنډمهالي استوګنځای د برابرولو لپاره همکاري کوي او ټینګار یې کړی چې د خلکو خوندیتوب او بیړنۍ رسېدنه لومړیتوب دی.