کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۵): د مونس نظري په نوم یوه ښځه چې له کلونو کډوالۍ وروسته هېواد ته راستنه شوې وایي، د خپل مېړه په ملاتړ او همکارۍ یې یو نوی کاروبار – چې د نکاحخونو او نورو اړوند توکو طرحه او ډیزاین دي – پیل کړی دی.
دې جوړې د ګډ کار له لارې نه یوازې خپلې کورنۍ ته د عاید سرچینه برابره کړې، بلکې د نوي فرهنګ په ترویج او د کور دننه د کارموندنې په رامنځته کولو کې یې هم ونډه اخیستې ده.
د پژواک د «آیینهٔ زن» په راپور کې راغلي، مونس نظري چې د کډوالۍ پر مهال یې په ایران کې کاري تجربه ترلاسه کړې، کابل ته له راستنېدو وروسته یې د نکاح دسترخوانونو د ډیزاین او تنظیم یو نوښتګر کاروبار پیل کړی او اوس د خپلې کورنۍ ترڅنګ په همدې برخه کې فعالیت کوي.
مونس نظري د کابل د عاشقان او عارفان سیمې اصلي اوسېدونکې ده. نوموړې وایي، کله چې پنځه کلنه وه، له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډه شوه، هلته یې د تعلیم او تربیې برخه کې زدهکړې وکړې او ۱۳ کاله د تدریس تجربه هم لري.
هغې وویل: «کله چې پنځه کلنه وم، کډوال شوو او ۲۲ کاله مو په ایران کې ژوند وکړ؛ هلته مې واده وکړ او ډیپلوم مې هم هماغلته واخیست، بیا بېرته کابل ته راستانه شوو.»
د هغې په وینا، څلور کاله وړاندې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله یو ځل بیا له کورنۍ سره ایران ته ولاړه، خو له څو کلونو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول.
نوموړې وایي، له راستنېدو وروسته یې هڅه کوله داسې کار پیدا کړي چې د کور دننه ترسره شي: «زه غواړم داسې کار وکړم چې په کور کې وي؛ ځکه مخکې مې ۱۳ کاله له کورنۍ او ماشومانو لرې کار کاوه.»
مونس نظري زیاتوي چې د خپل کاروبار مفکوره یې د ایران له تجربې ترلاسه کړې، هلته یې د نکاح او د ښادیو نورو مراسمو د ځایونو د ډیکور برخه کې کار کړی و، له همدې امله یې پرېکړه وکړه چې په خپل کور کې د «نکاح دسترخوان» په نوم ځانګړی ځای جوړ کړي، څو جوړې وکولای شي خپل د نکاح مراسم په ښکلي او ځانګړي چاپېریال کې ترسره کړي او ځان ته یوه تلپاته خاطره پرېږدي.
په دغه ځای کې یوه کوچنۍ خو په ښکلي ډول سینګار شوې خونه ده چې پکې ایښي مېزونه په مصنوعي ګلونو، شمعدانیو، هیندارو، ګلدانونو او د قرانکریم، جاینماز او خوږو سره تزیین شوي دي.
هغې د نکاح دسترخوان د محتویاتو په اړه وویل: «پر دغه دسترخوان قرانکریم ایښودل کېږي چې د جوړې د ژوند ساتونکی ګڼل کېږي، هینداره او شمعدانۍ د پاکۍ او رښتینولۍ نښه ده، چهارمغز او بادام د شتمنۍ، غنم او وریجې د روزۍ، شات د خوږ ژوند، جاینماز د تقوا او شمعې د ګډ ژوند د رڼا نښه ده.»
مونس نظري وایي چې دغه کار یې د کورنۍ په ګډه همکارۍ له صفره پیل کړی: «موږ ټول د کورنۍ غړو له صفره پیل وکړ، د یو بل په مرسته مو کار پر مخ یووړ، مېړه مې له مالي او کاري پلوه ملاتړ وکړ او اولادونه مې هم تل راسره وو.»
هغې زیاته کړه چې اوس خلکو ته دا اسانتیا برابره شوې چې د دوی له کوره د نکاح مراسمو ترسره کولو لپاره ګټه واخلي او د ۵۰ تر ۶۰ مېلمنو د هرکلي توان هم لري. د هغې په خبره، د اړتیا په صورت کې کولای شي دسترخوان د مشتریانو کورونو یا تالارونو ته هم ولېږدوي.
نوموړې وایي، د نکاح دسترخوان ترڅنګ د نورو مناسبتونو لپاره لکه شیرینيخوري، د ماشوم زېږون، د نکریزو شپه او د حاجیانو لپاره تحفې هم برابروي.
د هغې په خبره، که څه هم د دغه کاروبار له پیله څلور میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه یې د دوو جوړو د نکاح مراسم ترسره کړي دي.
هغې د خپل کار د راتلونکي په اړه وویل: «زموږ هڅه دا ده چې دغه فرهنګ په ټولنه کې عام شي. همدارنګه غواړو دا ځای پراخ کړو او په راتلونکې کې یې په یوه باغتالار بدل کړو، څو ځوانې جوړې وکولای شي په طبیعي چاپېریال کې خپل عکسونه او ویډیوګانې واخلي.»
مونس نظري په پای کې نورو افغانو ښځو ته په پیغام کې وویل: «هیڅ کار ناشونی نه دی. که څه هم اقتصادي وضعیت سخت دی، خو هر څوک کولای شي له خپلو وړتیاوو ګټه واخلي او خپل کار پیل کړي.»
د هغې مېړه امانالله نظري هم د خپلې مېرمنې خبرې تایید کړې او ویې ویل چې افغانې ښځې د کاري زمینو برابرولو لپاره ښه وړتیا لري او باید له خپلو نوښتونو کار واخلي.
هغه زیاته کړه: «موږ هم یو وخت بېکاره وو او مخکې مو خیاطي کوله، خو کله چې زما مېرمن دا کار پیل کړ، موږ یې ملاتړ وکړ؛ ځکه دا یو ښه او پرمختګوړ کار دی.»
د هغه په خبره چې د وسایلو پېرلو او ځینو درنو کارونو برخه کې له خپلې مېرمنې سره مرسته کوي، څو کارونه په ښه ډول پر مخ ولاړ شي.
د یادې مېرمنې لور فاطمه نظري چې د کابل پوهنتون د کمپیوټرساینس له څانګې فارغه ده، وایي چې د کار نه موندلو سره سره یې هیله له لاسه نه ده ورکړې او اوس له خپلې مور سره کار کوي.
هغې وویل چې د محتوا تولید، عکاسي او ویډیو اخیستل یې د خوښې برخې دي او هڅه کوي د کورنۍ محصولات په ښه ډول مشتریانو ته معرفي کړي.
فاطمه نظري هم نورو نجونو ته سپارښتنه کوي چې له خپلو وړتیاوو ګټه واخلي: «الله تعالی موږ ټولو ته خلاق ذهنونه راکړی، باید ترې استفاده وکړو؛ که یو کار کولای شو، نو ولې یې ونه کړو؟ هره مفکوره چې ذهن ته درځي، هماغه مهال یې عملي کړئ.»