ژبه

پزشکیان: د امریکا له لوري د ایران د سمندري محاصرې دوام د زغملو وړ نه دی

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۵): د ایران ولسمشر ویلي چې د امریکا له لوري د دغه هېواد د سمندري محاصرې دوام د زغملو وړ نه دی.

د ايران ولسمشر مسعود پزشکیان، پر خپله اېکس‌پاڼه په خپاره کړي پیغام کې لیکلي: «نړۍ د ایران زغم او سوله‌غوښتنه لیدلې ده. هغه څه چې د سمندري محاصرې په نوم روان دي، د هغه ملت پر ضد د پوځي عملیاتو دوام دی چې یوازې د خپلې درېدو او خپلواکۍ بیه ورکوي.»

پزشکیان زیاته کړې: «د دې ظالمانه چلند دوام د زغملو وړ نه دی.»

د یادونې ده، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، له ایران سره په اسلام‌اباد کې د خبرو له ناکامېدو وروسته، د دغه هېواد د بندرونو او سواحلو د سمندري محاصرې امر کړی دی.

ورته موضوع