کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي، د خوست ولایت په اسماعیلخېلو مندوزیو ولسوالۍ کې څه باندې ۱۲ زره او ۵۰۰ جریب ځمکه د ځانګړې محکمې د حکم پر اساس امارتي ثابته شوه.
د عدلیې وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د مرکزي زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې په خوست ولایت کې ۱۲ زره او ۵۰۵ جریب ځمکه د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره پرېکړه وکړه چې ټوله یاده ځمکه امارتي ده.
سرچینه زیاتوي، دا ځمکه د اسماعیلخېلو مندوزیو ولسوالۍ د مندوزیو صحرا کلي کې موقعیت لري او په یوه کادستري قطعه کې شامله ده چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې مخکې د هغې موضوع بررسي کړې وه.
عدلیې وزارت ویلي، د ځمکې په اړه د یو شمېر اشخاصو د مالکیت د ادعا پر بنسټ او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې یې د یادې ځمکې دوسیه رسماً د مرکزي زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.
یادې اختصاصي محکمې د دې ځمکې د مالکیت د مدعیانو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفترونو له دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو د معلوماتو له اخیستو وروسته مشخصه کړه چې دا ځمکه «بلندابه او لامزروع» ده او په کادستري اسنادو کې هم د دولت په نوم ثبت او سروې شوې دي.
سرچینه کاږي، دې محکمې د ټولو اسنادو او شواهدو له بررسۍ وروسته پرېکړه وکړه چې ټوله یاده ځمکه امارتي ده. د اختصاصي محکمې په پرېکړه کې څرګنده شوې چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون دې له اصولو سره سم د دې ځمکې په هکله اجراات ترسره کړي.