کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۵): د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې په کونړ ولایت کې یې د نفرایټ ډبرو کانونو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره کړې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دغه بهیر کې د خاص کونړ ولسوالۍ د C او D بلاکونه، د کوز چنچن لومړۍ او دویمې ساحې، د سپینکېE بلاک، د ادرو تنګي او د چنچن ناو لومړۍ ساحه له نږدې ارزول شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په دې ارزونه کې د استخراج روان وضعیت، د ډبرو کیفیت، د استخراج طریقې او د چاپېریالساتنې د اصولو رعایت تر څېړنې لاندې نیول شوي او د لازمو معیارونو پر تطبیق ټینګار شوی دی.
همداراز، اړوندو شرکتونو او د کانونو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې شوې دي چې د معیاري استخراج اصول، د کار خونديتوب او د معدني زېرمو ساتنه په ښه ډول مراعات کړي.
مسوولین وايي چې دا ارزونه د کانونو د فعالیتونو د لا ښه تنظیم، د شفافیت زیاتېدو او د هېواد په اقتصادي وده کې د دغه سکتور د رول د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې ده.