کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۵): د معیار او کیفیت اداره وايي چې د شیخ ابونصر فراهي له بندره یې څه باندې نهه ټنه بېکیفیته سرامیک بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځولي دي.
د معیار او کیفیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې چې پر خپله اېکسپاڼه یې خپره کړې ویلي، د دې ادارې تخنیکي کارکوونکو په شیخ ابونصر فراهي بندر کې راوارد شوي ۹.۱ ټنه سرامیک بېکیفیته تثبیت کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه توکي له کورنیو معیارونو سره برابر نه وو، له همدې امله یې د هېواد بازارونو ته د داخلېدو مخه نیول شوې ده.
یادې ادارې ټینګار کړی چې د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول او تثبیت بهیر د هېواد په ټولو بندرونو کې په شفاف، منظم او قاطع ډول روان دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د بېکیفیته، غیرمعیاري او د خلکو روغتیا ته زیان رسوونکو موادو د واردېدو پر وړاندې هيڅ ډول نرمښت د منلو نه دی.