کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، بلوچستان کې د یوه مسافر وړونکي بس چپه کېدو له امله څلور کسان مړه او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ په جهل مګسي سیمه کې هغه مهال شوې چې یو مسافر وړونکی بس له خاران ښاره د لارکانه پر لور روان و.
د راپور له مخې، چلوونکي د ډېر سرعت له امله د موټر کنټرول له لاسه ورکړی او بس د «اېم-۸» لویې لارې په اوږدو کې د ساونډي او بریجه سیمو ترمنځ یوې درې ته لوېدلی دی.
سرچینې زیاته کړې چې په دې پېښه کې څلور کسان مړه او ۲۶ نور ټپیان دي.
ځايي چارواکو ویلي چې د اوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی او هغوی د سختو ټپونو له امله د لارکانه ښار روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
پولیسو د دې پېښې اصلي لامل د موټر ډېر سرعت بللی دی