کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۵): د امریکا د ژغورنې ادارو ویلي، میامي ساحل ته نږدې په یوه تفریحي کښتۍ کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی چې دغه پېښه پر ځایي وخت له غرمې وروسته شاوخوا ۱۲ بجې او ۴۸ دقیقې د «هاولوور سنډبار» سیمې ته نږدې شوې؛ هغه سیمه چې میامي بیچ ته نږدې د ګرځندوی له مشهورو سیمو ګڼل کېږي.
سرچینې لیکلي، د فلوریډا د وحشي ژوو ساتنې ادارې ځواکونو او د امریکا ساحلي ګارډ هم د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخیستې او ټول ټپیان سیمهییزو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه رسمي چارواکو د دې پېښې کره لامل نه دی اعلان کړی؛ خو د کښتۍ یوه سپرلي میامي هرالډ ورځپاڼې ته ویلي چې ښايي دغه پېښه په کښتۍ کې د ګاز چاودنې له امله شوې وي.
په راپور کې راغلي چې د دې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.