ژبه

د اریانا افغان هوايي شرکت د کابل ـ ډیلي مسیر د کارګو نوې بیه اعلان کړه

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۵): د اریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې د هېواد د سوداګرۍ او صادراتو د ملاتړ په موخه یې د کابل ـ ډیلي مسیر د کارګو خدمتونو بیه راکمه کړې ده.

د اریانا افغان هوايي شرکت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه مسیر لپاره د کارګو نوې بیه د هر کیلوګرام لپاره ۱.۲۰ امریکایي ډالر ټاکل شوې څو افغان سوداګرو او صادروونکو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

خو دغه شرکت د کابل ـ ډیلي د کارګو خدمتونو د پخوانۍ بیې په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

د اریانا افغان هوايي شرکت رییس ملا بخت‌الرحمن شرافت ویلي چې د کابل ـ ډیلي د کارګو خدمتونو بیې کمېدل به د افغاني تولیداتو د صادراتو په زیاتوالي کې مهم رول ولري.

هغه زیاته کړې چې اریانا به په راتلونکي کې هم هڅه وکړي د نوو تدابیرو په نیولو سره خپل خدمات لا ښه کړي او د مشتریانو اړتیاوو ته لا ډېره رسېدنه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ـ ډیلي د کارګو خدمتونو د بیې کمېدل د صادراتو بهیر چټک او اسانه کوي او په ټوله کې د اریانا کارګو موخه د معیاري، خوندي او پر وخت خدمتونو وړاندې کول دي څو د مشتریانو رضایت ترلاسه شي.

دغه شرکت ټینګار کړی چې دغه اقدام د هېواد د اقتصادي ودې او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره یو مثبت ګام بلل کېږي او ملي سوداګرو ته زمینه برابروي څو خپل سوداګریز توکي په مناسب لګښت نړۍوالو بازارونو ته وړاندې کړي.