ژبه

هلمند کې د ماین چاودنه؛ دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او مور یې ټپي شوې ده

لښکرګاه (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۵): د هملند امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په خانشین ولسوالۍ د یوې مرمۍ چاودنې له امله دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او د هغوی مور ټپي شوې ده.

د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي نصیراحمد مهاجر پژواک ته وویل چې دغه پېښه نن سهار شوې ده.

هغه زیاته کړه، ماشومانو یوه پخوانۍ ناچاوده مرمۍ موندلې وه او په کور کې یې اور ته اچولې وه چې وروسته یې چاودنه کړې ده.

د نوموړي په خبره، په چاودنه کې یوه لس کلن او یوه درې کلن ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او د هغوی مور ټپي شوې ده.

‎په افغانستان کې لا هم د تېرو جګړو پاتې ناچاوده توکي د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند ګواښي او وخت ناوخت مرګ‌ژوبله وراړوي.