کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، د افغان حاجیانو اړوند چارو د لا ښه تنظیم او هغوی ته د وړاندې کېدونکو خدماتو د څارنې او ارزونې په موخه سعودي عربستان ته سفر وکړ.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې دکتور مولوي نورمحمد ثاقب د خپل سفر پر مهال په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدسو مشاعرو کې د حاجیانو د استوګنې، ترانسپورټ، تغذیې، روغتیايي خدماتو او د مناسکو د لارښوونې بهیر له نږدې وڅاري او مقدسو مشاعرو ته د حاجیانو د منظم انتقال لپاره د نیول شوو تدابیرو د تطبیق او عملي کېدو ارزونه ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې هغه به دغه راز د ګومارل شوو کمېټو مسوولینو ته د چارو د لا ښه تنظیم او اغېزمن مدیریت په تړاو لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړي.
سرچینه زیاتوي چې قاقب به د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له لوري په جوړېدونکو رسمي کنفرانسونو او غونډو کې ګډون وکړي او په ترڅ کې به یې د اسلامي نړۍ له استازو، د حج او عمرې له مسوولینو او اړوندو قراردادي شرکتونو سره د حج د چارو د لا ښه تنظیم، د حاجیانو د خدماتو د پراختیا او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه لیدنې هم وکړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ډاډ ورکړی چې د حج مناسکو د اداء کولو لپاره مقدسو مشاعرو ته د افغان حاجیانو د منظم انتقال او هغوی ته د لازمـو خدماتو د وړاندې کولو په موخه، د قراردادي شرکتونو د سلګونو کارکوونکو ترڅنګ د حج بعثې اعضاء هم د تغذیې، ترانسپورټ، مناسکو، مفقودینو او وفیاتو او نورو اړوندو کاري کمېټو په ترکیب کې په خدمت بوخت دي، ترڅو افغان حاجیان وکولای شي د حج مناسک او خپل عبادات په پوره نظم، آرامتیا او سکون سره اداء کړي.