ژبه

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د سیاحتي او زیارتي شرکتونو استازي احضار کړل

توسط سهراب سروري

مې 22, 2026 - 2:24 pm

Views: 9

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې د تور بازار شبکو له لارې د ترکیې او نورو هېوادونو د کاري ويزو غیرقانوني صادرېدو په اړه د تورونو له امله يې د سیاحتي او زیارتي شرکتونو استازي احضار کړي دي.

د یاد وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د سیاحتي او زیارتي شرکتونو له مسوولینو او استازو څخه لیکلې ژمنه اخیستل شوې چې په راتلونکي کې به د کاري ویزو په نوم له خلکو پیسې نه اخلي.

هغه زیاته کړې، شرکتونو ته د بهرنیو کاري ویزو اړوند هر ډول غیرقانوني فعالیتونو په اړه خبرداری هم ورکړل شوی دی.

د نوموړي په خبره، شرکتونه باید د خلکو د شکایتونو د ارزونې برخه کې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره بشپړه همکاري وکړي او په دې برخه کې هيڅ ډول ناقانونه فعالیت ترسره نه کړي.

ابراهیمي له ټولو هېوادوالو په جدي توګه غوښتنه کړې چې د جعلکارۍ او دروغجنو ژمنو ښکار نه شي او په دې تړاو خپل اسناد او پیسې هيڅ شخص، شرکت یا بل ادرس ته ور نه کړي.