کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۵): چین اعلان کړی چې افغانستان، میانمار او لاوس ته د ۴۱ ډوله کیمیاوي توکو د صادراتو لپاره د جواز اخیستو اړوند پخواني مقررات لا هم پر خپل حال پاتې دي.
د چیني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هېواد امریکا، کاناډا او مکسیکو ته تر صادراتي کنټرول لاندې کیمیاوي د توکو لېست هم پراخ کړی او د دغو موادو شمېر یې له ۱۳ څخه ۱۶ ته لوړ کړی دی.
د چین د سوداګرۍ وزارت، د عامه امنیت وزارت، د بېړنیو حالاتو مدیریت وزارت، د ګمرکونو عمومي ادارې او د روغتیايي محصولاتو ملي ادارې په ګډه ویلي چې د دغه اقدام موخه د صادراتو د مدیریت پیاوړتیا او د نشهیي توکو په تولید کې له دغو موادو د استفادې مخنیوی دی.
د نوو مقرراتو له مخې، صادروونکي باید امریکا، کاناډا او مکسیکو ته د ۱۶ مشخصو ډولونو کیمیاوي موادو او همدارنګه د هغو د احتمالي مالګو د لېږد لپاره صادراتي جواز ترلاسه کړي.
چارواکو زیاته کړې چې د نړۍ نورو هېوادونو او سیمو ته د دغو موادو صادرات ځانګړي جواز ته اړتیا نه لري.