ژبه

نیمروز کې له پاکستانه راقاچاق‌کېدونکي نږدې درې ټنه درمل او خوراکي توکي نیول شوي

توسط شیما صدیقی

مې 23, 2026 - 10:20 am

Views: 17

زرنج (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۵): نیمروز کې ګمرکي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې له پاکستانه راقاچاق‌کېدونکي نږدې درې ټنه درمل او خوراکي توکي کشف او ضبط کړي دي.

د نیمروز د فرعي ګمرکونو مسوول مولوي عبدالغفار محمود وایي، په نیول شوو توکو کې درمل او خوراکي مواد لکه تقویتي شربتونه، سېرومونه، د درد ضد ګولۍ، وریجې، اوړه او نور شامل دي چې ټول وزن یې دوه ټنه او ۷۸۵ کیلوګرامو ته رسېږي.

د نوموړي په خبره، دغه توکي په درېیو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو او په قاچاقي ډول له پاکستانه نیمروز ولایت ته راانتقالېدل چې د نیمروز د چهاربرجک ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او ضبط شول.

محمود زیاتوي، د دغو توکو په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو قاچاقي توکي او موټر اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.