ژبه

پر کي‌یف د روسیې تازه بریدونه؛ یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳ نور ټپیان شوي

توسط احمد صهیب حسرت

مې 24, 2026 - 11:51 am

Views: 17

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۵): روسیې نن سهار د اوکراین پر پلازمېنه کي‌یف د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي چې په پایله کې یې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه بریدونه پر ځايي وخت د تېرې شپې له یوې بجې وروسته شوي او په ترڅ کې یې د استوګنې ودانۍ، ښوونځي او ځیني ښاري تاسیسات زیانمن شوي دي.

د کي‌یف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي چې په شېوچنکو سیمه کې پر یوې نهه پوړیزې ودانۍ د توغندي لګېدو له امله یو کس وژل شوی دی. د هغه په خبره، د ژغورنې ډلې د اور مهارولو او بند پاتې کسانو د ژغورنې لپاره سیمې ته استول شوې دي.

د راپور له مخې، ځیني کسان د یوه ښوونځي په یوه پناه‌ځای کې تر خاورو لاندې بند پاتې دي. د کي‌یف پوځي چارواکو ویلي چې ښايي نور کسان هم په یوه سوداګریز مرکز کې دننه بند پاتې وي.

د کي‌یف ښار پوځي ادارې ویلي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ټپیان شوي دي. همدارنګه درې نور کسان د کي‌یف په شاوخوا سیمو کې ژوبل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې روسیه ښايي په تازه بریدونو کې د «اورشنیک» بالستیک توغندي وکاروي، هغه توغندي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، مخه یې نشي نیول کېدای.

روسیې تر اوسه د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.