کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۵): سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان یو درې اړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې پر دغو درېیو هېوادونو پر هر یوه وسلهوال برید، پر ټولو درېیو هېوادونو برید ګڼل کېږي.
اسوشیټیډ پرېس راپور ورکړی چې دغه تړون د جمعې په ورځ د سعودي عربستان په مکه ښار کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف لهخوا لاسلیک شو.
د راپور له مخې، دغه تړون چې «د مکې د ګډې دفاع تړون» نومول شوی، درې واړه هېوادونه په دفاعي برخه کې سره نږدې کوي؛ سعودي عربستان د پام وړ اقتصادي ځواک لري، پاکستان اټومي ځواک دی او ترکیه هم د ناټو دویم ستر پوځ او مخ پر ودې دفاعي صنایع لري.
سرچینې د درېیو هېوادونو د اعلامیو پر بنسټ لیکلي چې د دغه تړون موخه د هر ډول تېري پر وړاندې د ګډ دفاعي ځواک پیاوړتیا ده او د دغو هېوادونو په هر یوه وسلهوال برید به پر ټولو درېیو هېوادونو برید ګڼل کېږي.
دغه تړون په داسې حال کې لاسلیک شوی چې په سیمه کې امنیتي اندېښنې زیاتې شوې او د ایران جګړې هم د سیمې پر امنیتي وضعیت اغېز کړی. سعودي عربستان، چې د دې جګړې پر مهال یې حیاتي او د تېلو تاسیسات تر بریدونو لاندې راغلي، هڅه کوي خپلې دفاعي همکارۍ پراخې کړي.
سعودي عربستان ویلي چې دغه تړون د کوم پوځي محور یا مذهبي او فرقهییز بلاک د جوړېدو معنا نه لري او نه هم له اټومي هڅو یا د وسلو له سیالۍ سره تړاو لري.
ریاض زیاته کړې چې دغه تړون به د خلیج له هېوادونو، عربي نړۍ او نړیوالې ټولنې سره د سعودي عربستان پر ستراتیژیکو اړیکو منفي اغېز ونه کړي.
اردوغان هم ویلي چې دغه تړون د ګډې دفاع او د ګواښونو د مخنیوي پر اصل ولاړ دی او دفاعي همکارۍ، د پوځي صنایعو ګډې پروژې او د «ترهګرۍ» پر ضد د مبارزې هڅې به پیاوړې کړي.
هغه ټینګار کړی چې دغه تړون د کوم هېواد پر ضد نه دی او د هغو «وروڼو» هېوادونو پر مخ هم پرانیستی دی چې په سیمه کې د سولې، سوکالۍ او ثبات غوښتونکي دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه تړون «تاریخي» بللی او ویلي یې دي چې دا کولای شي د درېیو هېوادونو او پراخې اسلامي ټولنې لپاره د «سولې د سپر» په توګه عمل وکړي.