ژبه

د سریلانکا په دوو زندانونو کې درې بندیان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۴ نور ټپیان دي

احمد صهیب حسرت

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۰۳

Views: ۳۰

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د سریلانکا په دوو زندانونو کې د ګډوډۍ او تاوتریخوالي له امله درې بندیان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې د سریلانکا د عامه امنیت وزیر آناندا ویجپالا د جمعې په ورځ د دغه هېواد پارلمان ته ویلي، هغه بلوا چې د پنجشنبې ناوخته د کولمبو په «نیو مګزین» زندان کې پیل شوې وه، په ترڅ کې یې یو بندی وژل شوی او لس نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا، په یوه جلا پېښه کې چې له پلازمېنې شاوخوا ۸۰ کیلومتره لرې د «کوروویتا» په زندان کې شوې، دوه بندیان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

ده ویلي، پولیسو او ځانګړو ځواکونو په دواړو زندانونو کې بلواوې مهار کړې دي.

د پولیسو سرچینو رویټرز ته ویلي، له کولمبو شاوخوا ۴۰ کیلومتره لرې د «نګومبو» په یوه پرانیستي زندان کې هم له ناکراري وروسته له هغه مهار شوه چې پولیسو د معترضو بندیانو د خورولو لپاره اوښکې‌بهونکی ګاز وکاراوه.

د راپور له مخې، پولیس او د بلوا ضد ځواکونه په درې واړو زندانونو کې ځای پر ځای شوي او هغه بندیان چې د زندانونو بامونو ته ختلي یا پرانیستو ساحو ته وتلي وو، بېرته خپلو اړوندو برخو ته لېږدول شوي دي.

د سریلانکا د عامه امنیت وزیر ویلي، اوس وضعیت تر کنټرول لاندې دی او امنیتي اندېښنه نشته؛ خو لومړنۍ څېړنې ښيي چې ښایي د دغو پېښو تر شا له مخکې پلان او د «ورانکارۍ» هڅه موجوده وي.

هغه زیاته کړې چې په دې اړه به هر اړخیزې څېړنې وشي.

رویټرز لیکلي، دا په داسې حال کې ده چې د بندیانو زیات شمېر د سریلانکا د زندانونو د نظام پر یوې جدي ستونزې بدل شوی دی. سرچینه زیاتوي چې د دغه هېواد په ۲۲ زندانونو کې څه باندې ۴۱ زره بندیان ساتل کېږي، په داسې حال کې چې د دغو زندانونو ټولیز ظرفیت شاوخوا ۱۱ زره کسان دی.