کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۰۵): د میدانوردګو یو شمیر سوداګر وایي، د دغه ولایت رواش د لوړ کیفیت له امله بهرنیو بازارونو ته لار موندلې او سږ کال شاوخوا ۵۰۰ کیلوګرامه رواش انګلیستان ته صادر شوي، خو د سړو خونو، هوايي دهلېزونو او بازارموندنې د اسانتیاوو نشتوالي یې د صادراتو او عوایدو پر وړاندې لوی خنډونه جوړ کړي دي.
په میدانوردګو کې د رواشو یوه سوداګر محمد پژواک ته وویل، شاوخوا څلور کاله کېږي چې د رواشو کاروبار کوي او بهرنیو هېوادونو ته یې صادروي.
نوموړی وایي، سږ کال یې نږدې ۵۰۰ کیلوګرامه رواش د هوايي کارګو له لارې انګلیستان ته صادر کړي دي.
د نوموړي په خبره، په هر کیلو رواشو کې درې ډالره ګټه ورته پاتې شوې او اووه ډالره یې د کارګو لګښت راغلی چې له مخې یې یو کیلو رواش لندن ته په لس ډالره رسېدلي دي.
محمد وایي، د افغانستان رواش د نړۍ په کچه ښه نوم لري، خو ستونزه دا ده چې ژر خرابېږي او که په دوو یا درېیو ورځو کې انتقال نه شي، کیفیت له لاسه ورکوي.
هغه زیاتوي، کله کله د کابل هوايي ډګر له لارې رواش په ۲۴ ساعتونو کې انتقالېږي، خو غوښتنه کوي چې د سړو خونو، هوايي دهلېزونو او د بار وړلو د کرایو د کمښت برخه کې دې ورسره همکاري وشي.
ورته مهال، یو شمېر هغه کسان چې په کور دننه د رواشو کاروبار کوي، وایي سږ کال د پېر او پلور بازار د پخوا په څېر ګرم نه دی.
د وردګو د بهسودو ولسوالۍ د سیاهسنګ سیمې اوسېدونکی محمدابراهیم سفري وایي، د خلکو د اقتصادي ستونزو له امله سږ کال د رواشو بازار کمزوری شوی او د پېر او پلور کچه راټیټه شوې ده.
همداراز، د بهسودو ولسوالۍ د کلوخوبي کلي اوسېدونکی همایون هم وایې، کلونه کېږي چې د رواشو کاروبار کوي او د پسرلي له پیله د رواشو د ساتنې او پالنې لپاره ورسره ډېر زحمت باسي.
هغه وایي، رواش تر خاورو لاندې کوي، سیوري ورته جوړوي او د ښه کیفیت لپاره ځانګړې پاملرنه ورته کوي، خو د پخوا په پرتله یې عاید کم شوی دی.
د نوموړي په خبره، اوس مهال د ورځې له زرو تر یونیم زرو افغانیو پوري عاید لري، په داسې حال کې چې پخوا به یې د ورځې له درېیو تر څلورو زرو افغانیو پړري ګټه ترلاسه کوله.
دوی غوښتنه کوي چې د بازارموندنې او صادراتو برخه کې دې ورسره همکاري وشي.
په همدې حال کې د میدانوردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبیبالله مجاهد پژواک ته وویل، د وردګو رواش په نړۍ کې ځانګړی نوم لري او د دغه ولایت په بهسودو، دایمیرداد، جغتو، جلرېز او چک ولسوالیو کې په پراخه کچه پیدا کېږي.
هغه زیاتوي، نه یوازې رواش، بلکې غرني مرخېړي او پوڅکۍ هم د لوړ کیفیت لرونکي دي او هڅه کوي چې دغو ټولو محصولاتو ته نړۍوال بازارونه پیدا کړي.
بلخوا د اقتصادي چارو پوه عليجان وایي، د میدانوردګو په بېلابېلو سیمو کې رواش په پراخه کچه پیدا کېږي او کیفیت یې هم لوړ دی.
هغه وایي، که د رواشو راټولولو، ساتنې او بازارموندنې لپاره اسانتیاوې برابرې شي، له یوې خوا به افغانستان ښه عاید ترلاسه کړي او له بلې خوا به خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د نوموړي په خبره، رواش یو غرنی بوټی دی چې د کرنې او پالنې ډېر لګښت نه لري او په لږ مصرف راټولېږي، خو اړتیا ده چې بزګران وهڅول شي، سړې خونې ورته جوړې شي او نړۍوال بازارونه ورته پیدا شي.
د یادونې ده، میدانوردګ چې د طبیعي بوټو او غرنیو محصولاتو له امله شهرت لري، اوس د رواشو د صادراتو له لارې د اقتصادي فرصتونو د پراخېدو په درشل کې بلل کېږي.