کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د کینیا په مرکزي ښار ګیلګیل کې د نجونو د یوه ښوونځي لیلیه کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۶ زدهکوونکې مړې او ۷۹ نور ټپیانې شوې دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه اورلګېدنه تېره شپه د ناکورو ولسوالۍ د «اوتومیشي» د نجونو ښوونځي په لیلیه کې شوې ده.
د کینیا پولیسو ویلي چې د پېښې له رامنځته کېدو سره سم ژغورنې او امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي وو.
سرچینې لیکلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۶ زدهکوونکو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۹ نور ټپیان شوي دي.
کینیا په تېرو کلونو کې هم په ښوونځیو کې د ورته پېښو شاهده پاتې شوې ده. د دولتي شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۱۸ کال کې د دغه هېواد په دولتي لېسو کې د قصدي اورلګېدنو له ۶۰ ډېرې پېښې ثبت شوې وې.
د کینیا چارواکو ویلي چې د دغې اورلګېدنې د علت د روښانه کولو او د ورته پېښو د مخنیوي لپاره نورې څېړنې دوام لري.