پارون (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۵): د نورستان په مرکز پارون کې یو ټوډي موټر له سړکه سیند ته لوېدلی چې له امله یې څلور کسان په اوبو کې ورک شوي او موټرچلوونکی ټپي شوی دی.
د نورستان رسنيز دفتر د خبرپاڼې له مخې، تېره شيه د دغه ولایت د مرکز پارون اړوند د ځنګل پوستې په سیمه کې یو “ټوډي” ډوله موټر له سړک څخه سیند ته لویدلی دی.
سرچینه زیاتوي چې په موټر کې له سپرو کسانو څلور تنه په اوبو کې ورک دي او موټرچلوونکي ټپي شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې موټرچلوونکی د امنیه قوماندانۍ په کلینیک کې تر درملنې لاندې دی او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
د خبرپاڼې له مخې، د ورکو شویو کسانو د موندلو هڅې روانې دي او “تر اوسه د ٤ تنو جسدونه ورک دي.”
په خبرپاڼه کې راغلي، د پېښې قربانیان د فراه ولایت اوسېدونکي دي چي نورستان ته د چکر په موخه تللي وو.
پارون کې موټر سیند ته لوېدلی؛ څلور کسان ورک دي