ژبه

د هند کرکټ غوره‌ليګ سیالۍ؛ نن د ګجرات او بنګلور لوبډلو ترمنځ پای‌لوبه ترسره کېږي

توسط هجرت‌الله کاکړ

مې 31, 2026 - 9:55 am

Views: 19

کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۵): ټاکل شوې د هند کرکټ غوره‌ليګ شل‌اوریزو سیالیو پای‌لوبه نن د ګجرات او بنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د هند کرکټ غوره‌ليګ (ای‌پي‌اېل) شل‌اوریزې سوداګریزې سیالۍ د تېرې مارچ میاشتې په ۲۸مه د لسو لوبډلو په ګډون پیل شوې دي.

په دغو سیالیو کې د راشدخان اړوند ګجرات ټایټنز او رویل چلېنجرز بنګلور لوبډلو پای‌لوبې ته لار پیدا کړه.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د احمداباد ښار په نریندرا مودي لوبغاړي ترسره شي.