کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۵): افغانالاصله هالنډی او د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پخوانی روزونکی انوش دستګیر، د هالند د آلمیره سیتي لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو.
د آلمیره سیتي لوبډلې ادارې پرون ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له انوش دستګیر سره یې دوه کلن تړون لاسلیک کړی دی.
د آلمیره سیتي د استعدادموندنې او کارکوونکو مشر فوک بوی ویلي: « انوش زموږ لوبډله او د کار طریقه ښه پېژني.»
د راپور له مخې، ۳۷ کلن انوش دستګیر به د روان کال د جون له لومړۍ نېټې خپل کار په رسمي توګه پیل کړي.
انوش دستګیر هم پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «نن په ویاړ غواړم اعلان وکړم چې د هالند د لومړۍ درجې فوټبال د آلمیره سیتي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ټاکل شوی یم.»
هغه زیاتوي: «دا ګام زما لپاره یوازې شخصي بریا نه ده، بلکې زما د ګران افغانستان د استازیتوب ویاړ دی. هیله لرم چې د افغان ځوان نسل لپاره الهامبښونکی واوسم.»
د یادونې ده چې دستګیر له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۳ کال پورې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.
هغه تر دې مخکې هم له ۲۰۱۵ کال وروسته د افغانستان د ملي لوبډلې په تخنیکي کادرونو کې شامل و او د افغانستان د فوټبال د جوړښت په پراختیا کې یې رول لوبولی دی.
د نوموړي د مشر روزونکيتوب پر مهال، د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې په نړیوالو سیالیو او د اسیا ملتونو جام په مقدماتي پړاو کې ګډون وکړ.