ژبه

له سعودي عربستانه د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ پیل شوه

توسط ویدا قلندري

جون 1, 2026 - 1:06 pm

Views: 11

کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي چې له سعودي عربستانه د افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو بهیر پیل شوی او په لومړۍ الوتنه کې د ننګرهار ولایت ۳۴۶ حاجیان هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د حاجیانو د بېرته ستنېدو لړۍ په دوو پړاوونو کې او د هېواد د څلورو هوايي زونونو؛ کابل، بلخ، کندهار او هرات له لارې ترسره کېږي.

سرچینه زیاتوي، په لومړي پړاو کې به نږدې نیمایي هغه حاجیان چې د حج سفر په پیل کې له افغانستانه په مستقیم ډول مدینې منورې ته لېږدول شوي وو، د جدې نړیوال هوايي ډګر له لارې هېواد ته راستانه کړل شي.

د خبرپاڼې له مخې، په دویم پړاو کې به نور حاجیان چې د جدې له لارې په مستقیم ډول مکې مکرمې ته تللي وو، د مسجد نبوي د ۴۰ لمونځونو له ادا کولو او د مدینې منورې د سپېڅلو او تاریخي ځایونو له زیارت وروسته دغه ښار ته ولېږدول شي او بیا به د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې افغانستان ته راستانه شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت زیاته کړې چې د حاجیانو د بېرته ستنېدو لومړۍ الوتنه نن د کابل پر وخت سهار په ۹:۵۰ بجو د کام‌ایر هوايي شرکت له خوا د سعودي عربستان د جدې ښار څخه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.

د وزارت په وینا، په دې الوتنه کې د ننګرهار ولایت ۳۴۶ حاجیان او اووه تنه د هغوی مل ښوونکي شامل وو.

یاد وزارت ویلي چې د ټولو ۳۰ زرو افغان حاجیانو د لېږد بهیر به د راتلونکو ۳۰ ورځو په ترڅ کې د ۹۷ الوتنو له لارې په منظم ډول او د ټاکل شوي پلان له مخې بشپړ شي.