ژبه

کرکټ؛ د سریلانکا او هند پر وړاندې د افغان ابدالیان لوبډلې نوملړ اعلان شو

توسط هجرت‌الله کاکړ

جون 4, 2026 - 9:07 am

Views: 2

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ د سریلانکا او هند له الف لوبډلو سره د درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې په دغه نوملړ کې عمران میر لوبډلمشر، نورالرحمن او محمداسحاق ویکټ‌ساتونکي، خالد تڼي‌وال، حسن عیسی‌خېل، اعجاز احمدزی، بهیرشاه محبوب، فیصل‌خان شینوزاده، شمس‌الرحمن، فرمان‌الله ساپی، خلیل ګربز، ظاهرخان پکتین، فریدون داودزی، محمدابراهیم عبدالرحیمزی او عبدالله احمدزی شامل دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د سریلانکا، هند او افغانستان ترمنځ دغه درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ به د جون میاشتې په نهمه په سریلانکا کې پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې به دوام ولري.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د جون په ۱۱مه د هند له الف لوبډلې سره ترسره کړي.