ژبه

پکتیا کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شوي

محمد يوسف منګل

جون 4, 2026 - 10:17 am

Views: 5

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۵): د پکتیا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ په ناري ژوره سیمه کې ۲۰ میله بېلابېل ډول وسلې او یو شمېر مهمات کشف او ترلاسه شوی دي.

د یادې قوماندانۍ د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې، په ترلاسه شوو وسلو کې اته کلاشینکوفونه، اته شاجورونه، ۱۲ تومانچې، ۲۰ د کلاشینکوف ستنې، درې د M4 میلونه او ۳۰۰۰ د تومانچې مرمۍ شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، یاد مهمات له پاکستانه افغانستان ته قاچاق کېدل، خو امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال کشف او ضبط کړل.

د معلوماتو له مخې، قاچاق‌کوونکي له سیمې تښتېدلي، خو امنیتي ځواکونه د هغوی د نیولو هڅې روانې ساتلې دي.