ژبه

غزني ښار کې د ۳۷ میلیون افغانیو په لګښت د نږدې یو کیلومتر سړکونو جوړولو چارې پیل شوې

واحدالله جمعه‌زاده

۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۶:۱۴

Views: ۱

غزني ښار (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵): د غزني ښاروالي وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۳۷ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو سړکونو جوړولو او پخولو چارې پیل شوې.

د غزني ښاروال مولوي ابومحمد ثابت د دغو پروژو د پرانیستې پر مهال وویل، دغه سړکونه ټول ۸۵۶ متره اوږدوالی او ۱۰ متره سور لري چې د ښار په درېیو سیمو شامیر، حکیم سنایي او کلاي سبز کې جوړېږي.

هغه زیاته کړه چې دا پروژې د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې تمویلېږي او ټاکل شوې د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د نوموړي په خبره، د سړکونو جوړول به د ښار په ښکلا، د ترافیکي ستونزو په کمښت او د عامه ګټو د پروژو په پلي کېدو کې مهم رول ولري.

ثابت وویل چې د سړکونو جوړولو او بیارغونې روانې پروژې د همدې ستونزو د حل او ښاریانو ته د غوره ښاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه پلې کېږي.

بلخوا، د غزني ښار اوسېدونکی غلام رباني د دغو پروژو هرکلی کوي او وایي چې د سړکونو خراب وضعیت د خلکو لپاره ګڼې ستونزې رامنځته کړې وې. د هغه په خبره، د نوو سړکونو جوړېدل به د خلکو تګ راتګ اسانه او د ښار بڼه به لا ښکلې کړي.

همدارنګه، د ښار یو بل اوسېدونکی محمدشفیق وایي چې د سړکونو جوړول د ښار د پرمختګ لپاره مهم ګام دی او له مسوولینو غواړي چې د پروژو کیفیت او پر وخت بشپړېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني ښار په وروستیو کلونو کې د نفوس د زیاتوالي او ښاري پراختیا له امله د سړکونو او ترانسپورټي زیربناوو له کمښت سره مخ دی.