کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵): د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، تېره ورځ په پنځو ولایتونو کې ۸۰۶ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې تېره ورځ په ننګرهار، فراه، فاریاب، هلمند او نیمروز ولایتونو کې راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې ۸۰۶ استوګنیزې نومرې وېشلي دي.
سرچینه زیاتوي، ننګرهار کې ۳۰۸ کورنیو ته، فراه کې ۲۲۲ کورنیو ته، فاریاب کې ۱۴۰ کورنیو ته، هلمند کې ۷۷ کورنیو ته او په نیمروز ولایت کې ۵۹ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوي دي.
د کور او ښار وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله په ټول هېواد کې د ځمکې د وېشل شوو نومرو شمېر ۴۴ زره او ۹۸۶ ته رسېدلی او دغه بهیر به په چټک او منظم ډول دوام ولري.
سرچینې د کور او ښار جوړولو وزارت د وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني له قوله لیکلي چې د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د سرپناه په موخه د ښارګوټو ډیزاینول او د هغوی د ټولنیز او اقتصادي ثبات تأمین له مهمو موخو ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړې، هڅې روانې دي چې د ځمکو د وېش او دایمي مېشتېدنې بهیر لا پراخ او ګټور شي.