ژبه

د چین د بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان د بیارغونې او پراختیا ملاتړ باید وشي

WANG ZHUANGFEI/CHINA DAILY

سهراب سروری

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۰۹:۲۹

Views: ۳۲

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د بیارغونې او پراختیا ملاتړ وکړي.

د چیني رسنیو د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي پرون (دوشنبه) په بیجینګ کې د شانګهای همکاریو سازمان د جوړېدو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت جوړ شوو مراسمو کې له دغه سازمان وغوښتل چې د نننۍ نړۍ د ثبات، رغونې او پرمختګ لپاره لا پیاوړی رول ولوبوي.

نوموړي د شانګهای همکاریو له سازمانه وغوښتل چې د ګډ، هراړخیز، مشارکتي او دوامدار امنیت ملاتړ وکړي، په منځني ختیځ کې سوله او ثبات پیاوړي کړي او همدارنګه د افغانستان د بیارغونې او پراختیا ملاتړ وکړي.

هغه څرګنده کړه چې دغه سازمان باید د سولې، پراختیا او متقابلو ګټو پر بنسټ د همکاریو د ودې لپاره یوه بېلګه وي.

وانګ يي ټینګار وکړ چې د شانګهای همکاریو سازمان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییزو همکاریو نوی ماډل رامنځته کړی او د نړۍوالو اړیکو د نوې بڼې په جوړولو کې یې مرسته کړې ده.

د یادونې ده، د شانګهای همکاریو سازمان په ۲۰۰۱ کال کې په شانګهای ښار کې تاسیس شو او له شپږو بنسټ‌ايښوونکو غړو څخه اوس لس غړي هېوادونه، دوه ناظر هېوادونه او ۱۵ د خبرو اترو شریکان لري.

د راپورونو له مخې، دغه سازمان د جغرافیایي پراخوالي او نفوس له پلوه د نړۍ تر ټولو لوی د همکارۍ هراړخیز سیمه‌ییز سازمان ګرځېدلی دی.