کابل (پژواک، ۲۶غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد کرکټ ملي لوبډله د درېیو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه له هند سره ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، دغه لوبه نن د افغانستان پر وخت غرمه دوولسنیمې بجې ترسره کېږي.
دغه لوبه په هند کې ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډلې د هند پر وړاندې د لوبې لپاره د ښه چمتووالي په موخه پرون د لکنو ایکانا کرکټ لوبغالي خپل تمرینات ترسره کړي دي.
د یادونې ده، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه هند ته بایللې ده.